۰

د جلال آباد پر لار ترافیکې پېښې د ناوې او زوم په ګډون ۹ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

دوشنبه ۹ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۲۸
سیمه ییز چارواکي وايي، د جلال آباد – تورخم پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله د ناوې او زوم په ګډون ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جلال آباد پر لار ترافیکې پېښې د ناوې او زوم په ګډون ۹ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
سیمه ییز چارواکي وايي، د جلال آباد – تورخم پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله د ناوې او زوم په ګډون ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه نن دوشنبې د وري ۹ مه سهار کابو لس بجې پر یاده لویه لار د سرخ دیوال په سیمه کې رامنځ ته شوې.

پېښه هغه مهال رامنځ ته شوې، چې د زوم او ناوې موټر له یوه بل کرولا موټر سره ټکر کړی دی.

د ننګرهار چارواکي وايي، په پېښه کې دوه تنه مړه شوي او د ناوې او زوم په ګډون ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی زیاتوي، چې مړه شوي کسان یوه ماشومه او یو بل کس دی.

نوموړي زیاته کړې، چې ټپیان روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوي او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.

چارواکي وايي، پېښه د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځ ته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د هرات – کندهار پر لویه لار په شینډنډ کې هم په یوه ترافیکي پېښه کې ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

دغه پېښه د یوه ۴۰۴ مسافر وړونکي او یوه بارلرونکي موټر ترمنځ د ټکر له امله شوې وه، چې درې تنه په کې وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي وو.

ویل کېږي مړي او ټپیان ټول د ۴۰۴ موټر هغه مسافر و، چې ایران ته په مزدوری پسې تلل.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي