ملي امنیت د القاعده او طالبانو دوه لوړ پوړي قوماندانان وژلي

11 حمل 1400 ساعت 8:49

د ملي امنیت لوی ریاست وايي، د هند د لویې وچې لپاره د القاعده شبکې یو مهم غړی له یوه بل طالب قوماندان سره یو ځای د ملي امنیت ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي.


د ملي امنیت لوی ریاست وايي، د هند د لویې وچې لپاره د القاعده شبکې یو مهم غړی له یوه بل طالب قوماندان سره یو ځای د ملي امنیت ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ملي امنیت پرون سه شنبې د وري ۱۰ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د القاعده شبکې دغه غړی او طالب قوماندان د پکتیکا ولایت په ګیانې ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

سرچینه زیاتوي، د القاعده ډلې وژل شوی قوماندان دولت بیک تاجکي نومېږي، چې په ابو محمد علي تاجکي هم مشهور وو.

د ملي امنیت په خبرپاڼه کې ویل شي ابو محمد علي تاجکي د هند د نیمه لویې وچې لپاره د القاعده شبکې یو مهم غړی وو.

په خبرپاڼه کې راغلي، له تاجکي سره د طالبانو یو بل مهم قوماندان حضرت علي چې د وزیرستان اوسېدونکی دی هم وژل شوی دی.

خبرپاڼه وايي، دغه دوه قوماندانان د طالبانو-القاعده د خونړیو او لویو بریدونو تنظیموونکي و او په غزني کې یې د ترهګرو د روزنې مسؤلیت په غاړه درلود.

ملي امنیت زیاته کړې، دوی پلان لاره چې غزني، لوګر او زابل ولایتونو کې طالب وسله والو ته پرمختللې وسلې انتقال کړي او هغوی وروزي.

سرچینې زیاته کړې دغه دوه کسان د القاعده او طالبانو ترمنځ‌ ارتباطیان او د طالبانو د تجهیز او مالي ملاتړ مسؤلین وو.

ملي امنیت د عملیاتو دقیقه نېټه نه ده ښودلې او نه یې هم ددغو کسانو د جسدونو په هکله معلومات ورکړي چې چېرې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 137750

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137750/

جمهور
  https://www.jomhornews.com