چارواکي:

طالبانو خوست کې د بهرنیو ځواکونو په یوه مرکز توغندي ویشتي

11 حمل 1400 ساعت 9:05

سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د دوحې تړون څخه په سرغړونې خوست کې د ائتلافي ګډو ځواکونو پر نظامي قرارګاه توغندي ویشتلي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د دوحې تړون څخه په سرغړونې خوست کې د ائتلافي ګډو ځواکونو پر نظامي قرارګاه توغندي ویشتلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې طالبانو هم منلې، چې توغندي یې ویشتلي، خو وايي دا یې د ضربتیانو په نوم د نظامیانو په یوه مرکز ورتوغولي دي.

د خوست ولایتي ځواکونو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، طالبانو د دوحې تړون خلاف په خوست ښار کې د ائتلافي ځواکونو پر پوځي اډه توغندي ویشتي دي.

خبرپاڼه وايي، دغه توغندي د بهرنیو ځواکونو له مرکز څخه لرې په یوه کلي کې د ملکي خلکو په کورونو لګېدلي، چې مرګ ژوبله نه لري.

د خوست امنیه قومندان داود امین هم وايي، له خاني خوړ سیمې د پخواني هوايي ډګر ځای ته دوه توغندي توغول شوي، چې په خبره یې یو د اوسېدو په یوه کور لګېدلی، خو تلفات نه لري.

طالبانو هم تایید کړې، چې خوست کې یې د ضربتیانو په نوم د ملېشه ځواک پر یوه مرکز توغندیز برید کړی دی او درانه زیانونه یې اړولي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد دا بریدونه مني خو د امریکایي ځواکونو یادونه یې نه ده کړې،‌ او نه هم افغانستان کې مېشتو امریکایي ځواکونه لا په دې هکله څه ویلي.

جمهورخبري آژانس:خوست
 


د مطلب کود: 137751

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137751/

جمهور
  https://www.jomhornews.com