۰

نیوزیلنډ له افغانستان څخه خپل وروستی سرتېري هم وایست

چهارشنبه ۱۱ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۲۴
نیوزیلنډ په افغانستان کې خپل ماموریت پای ته رسېدلی اعلان کړی او خپل وروستی سرتېری یې هم له دغه هېواد څخه ایستلی دی.
نیوزیلنډ له افغانستان څخه خپل وروستی سرتېري هم وایست
نیوزیلنډ په افغانستان کې خپل ماموریت پای ته رسېدلی اعلان کړی او خپل وروستی سرتېری یې هم له دغه هېواد څخه ایستلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نیوزیلنډ پرون سه شنبې د وري ۱۰ مه دا اعلان کړی او ویلي یې دي، په افغانستان کې یې خپل ۲۰ کلن ماموریت پای ته ورساوه.

دغه هېواد ویلي، چې خپل وروستۍ سرتېری یې هم له افغانستان څخه ایستلی دی.

باید و ویل شي، چې نیوزیلنډ په افغانستان کې ټول ۳۵۰۰ سرتېري درلودل، چې نور یې مخکي ایستلي و او یوازې ۶ تنه یې پاتې وو.

دغه هېواد له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې په افغانستان کې پوځي حضور درلود، چې په دې موده کې یې په جګړو کې ۲۰ سرتېري وژل شوي هم دي.
 
نیوزیلنډ په افغانستان کې خپل پوځي حضور پر داسې مهال پای ته رسوي، چې جرمني په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د حضور موده یو کال نوره هم غځولې ده.

او ویل کېږي د بایډن په مشرۍ د امریکا دولت هم هڅه کوي، چې په افغانستان کې د خپلو پاتې سرتېرو موده د مۍ میاشتې څخه وروسته د شپږو نورو میاشتو لپاره هم وغځوي.

خو طالبانو ویلي، که بهرني ځواکونه د دوحې د هوکړې پر اساس تر مۍ پورې ونه وځي دوی به پرې له سره بریدونه پیل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي