۰

د ولسي جرګې رییس:موږ هم د ترکیې کنفرانس ته یوه طرحه وړو

چهارشنبه ۱۱ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۲۷
د افغانستان د ولسی جرګې رییس میررحمان رحماني وايي، د افغان سولې په تړاو به د ترکیې کنفرانس راتلونکې اوونیو کې جوړ شي، او افغان ولسي جرګه به هم د سولې په تړاو یوه طرحه وروړي.
د ولسي جرګې رییس:موږ هم د ترکیې کنفرانس ته یوه طرحه وړو
د افغانستان د ولسی جرګې رییس میررحمان رحماني وايي، د افغان سولې په تړاو به د ترکیې کنفرانس راتلونکې اوونیو کې جوړ شي، او افغان ولسي جرګه به هم د سولې په تړاو یوه طرحه وروړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي رحماني نن چهارشنبې د وري ۱۱ مه د جرګې عمومي غونډه کې و ویل، چې دغه کنفرانس د افغانستان د ۴۰ کلن ناورین او جګړې د پای ته رسېدو لپاره یو ښه فرصت دی.

نوموړي په ټینګار سره زیاته کړه، تمه لري، چې ټول ښکېل اړخونه ته په مستقیم او غیر مستقیمه ډول په دغه کنفرانس او خبرو اترو کې ګډون ورکړل شي.

د ولسي جرګې رییس پر افغان دولت هم غږ وکړ، چې خپل مرکچي ټیم باید د یوې مشخصې اجنډا په چوکاټ کې دغه کنفرانس ته ولېږي.

رحماني د سولې په خبرو کې د ولسي جرګې رول هم مهم وباله او ویې ویل، جرګه کولی شي د افغانستان د ګوټ ګوټ له خلکو استازیتوب وکړي.

همدې ته په کتو ښاغلي رحماني پر وکیلانو غږ وکړ، چې د جرګې د مخکنۍ پرېکړې سره سم له هر ولایت څخه باید یو یو نفر د سولې کمېتې ته ورمعرفي کړي او دغه کمېټې د راتلونکې شنبې غونده وکړي.

ښاغلي رحماني زیاته کړه، چې له دغې غونډې وروسته به د جرګې د سولې کمېټه یوه طرحه د سولې په تړاو ترتیب او د استنابول د غونډې لپاره به یې چمتو کړي.

د ولسي جرګې رییس و ویل، چې تر اوسه د جرګې د سولې کمېتې ته یوازې د څلورو ولایتونو استازي معرفي شوي او د پاتې ۳۰ نورو ولایتونو پاتې دي، چې باید معرفي یې کړي.

ټاکل شوې د افغان سولې په تړاو د ترکیې کنفرانس په راتلونکو دوه اونیو کې جوړ شي، خو اوس ناتایید شوي راپورونه وايي، امریکا دغه غونډه ځنډولې ده.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي