سیمه ییز چارواکي امنیتي چارواکي وايي، نامعلومه وسله والو کسانو غزني کې پر یوه ملکي وګړي ډزې کړې او ځای پر ځای یې وژلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن چهارشنبې د وري ۱۱ مه د غزني ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند فروخي څلور لاري ته نېږدې رامنځ ته شوې ده.
د غزني د پولیسو ویاند فهیم امرخېل وايي، یو کس ملکي وګړی چې لاسي کراچۍ یې چلوله او ځان ته به یې یوه ګوله حلاله روزي پیدا کوله، د وسله والو کسانو له خوا په ډزو وژل شوی دی.
نوموړي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو وايي د پېښې په اړه د پولیسو پلټنې روانې دي.
د دغه قتل مسوولیت هم تر اوسه چا نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار کې بیا درې تنه ښځینه واکسیناتورانې هم د نامعلومه وسله والو کسانو په برید کې وژل شوې وې.
جمهورخبري آژانس:کابل