اروپايي ټولنې ننګرهار کې د واکسیناتورانو وژنه په کلکه غندلې

11 حمل 1400 ساعت 12:30

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې دفتر په ننګرهار ولایت کې د درېیو ښځینه واکسیناتورانو وژنه په کلکه وغندله.


په افغانستان کې د اروپایي ټولنې دفتر په ننګرهار ولایت کې د درېیو ښځینه واکسیناتورانو وژنه په کلکه وغندله.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ټولنه وایي، دا پېښه د بشرپالنې د نړیوالو حقونو څخه وېروونکې سرغړونه ده.

دغې ټولنې تېرماښام پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د دې پېښې عاملین باید ژر تر ژره محاکمه شي.

دوی وایي، روغتیایي کارکوونکي باید په نښه نه شي او د روغتیایي مرکزونو درناوی باید وشي.

اروپایي ټولنې دغه راز د افغانستان د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتي چې ټول هېواد کې باید وګړو ته په مساوي ډول د واکسین د تطبیق زمینه برابره شي.

د یادونې ده، چې پرون سې شنبې د وري ۱۰ مه په جلال اباد ښار کې درې ښځینه واکسیناتورانې په دوو جلا بریدونو کې ووژل شوې.

تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا نه دی منلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 137764

دمطلب پته: http://jomhornews.com/ps/news/137764/

جمهور
  http://jomhornews.com