خلیلزاد له ترکي چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي

11 حمل 1400 ساعت 12:41

ترکیه کې د امریکا سفارت وايي، ترکیې او امریکا د افغان سولې په اړه د جوړېدونکي کنفرانس پر اجنډا خبرې کړې دي.


ترکیه کې د امریکا سفارت وايي، ترکیې او امریکا د افغان سولې په اړه د جوړېدونکي کنفرانس پر اجنډا خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، خلیلزاد د روانې مارچ میاشتې په وروستیو ورځو کې په ترکیه کې د دغه هېواد له مهمو لوړپوړو چارواکو سره کتلي دي او پر افغان سوله یې له دوی سره خبرې کړې دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې لیدنو کې تر ډېره د راتلونکي کنفرانس پر جوړېدلو او د افغان سولې کنفرانس پر اجنډا او ګډونوالو بحثونه شوي دي.

سرچینه زیاتوي، دوی هڅه کوي دغه کنفرانس په سمه توګه ترسره شي.

امریکایي سفارت د کنفرانس د اجنډا په اړه څه نه دي ویلي خو وايي تمه ده چې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره جوړېدونکی کنفرانس په افغانستان کې د جګړې د ختمېدو او سولې بهیر د چټکتیا لامل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 137765

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137765/

جمهور
  https://www.jomhornews.com