۰

د تندر قول اردو درستیزوال د طالبانو په برید کې وژل شوی دی

چهارشنبه ۱۱ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۴:۳۸
د افغان پوځ مسوولین تاییدوي، چې د تندر قول اردو د سرحدي لوا درستیزوال د وسله والو طالبانو په یوه برید کې وژل شوی دی.
د تندر قول اردو درستیزوال د طالبانو په برید کې وژل شوی دی
د افغان پوځ مسوولین تاییدوي، چې د تندر قول اردو د سرحدي لوا درستیزوال د وسله والو طالبانو په یوه برید کې وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه نن چهارشنبې د وري ۱۱ مه د لوګر ولایت په خضر بازار کې رامنځ ته شوې ده.

پکتیا کې د تندر اقول اردو ویاند ایمل موند وايي، د دویمې سرحدي لوا دسرتیزوال ډګروال فریدون فیاض له کابله پکتیا ته روان، چې د لوګر د خضر بازار کې پر وسله والو طالبانو برید کړی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې د طالبانو په دغه برید کې ډګروال فریدون فیاض وژل شوی دی.

د تندر قول اردو په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

تر اوسه طالبانو هم څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:پکتیا
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي