۰

هلمند کې د پوځ چورلکې بېړنۍ ناسته کړې ده

پنجشنبه ۱۲ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۰۶
ملي دفاع وزارت تاییدوي، چې د افغان پوځ یوې چورلکې د هېواد په سوېل لوېدیځ هلمند ولایت کې بېړنۍ ناسته کړې ده.
هلمند کې د پوځ چورلکې بېړنۍ ناسته کړې ده
ملي دفاع وزارت تاییدوي، چې د افغان پوځ یوې چورلکې د هېواد په سوېل لوېدیځ هلمند ولایت کې بېړنۍ ناسته کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان تېره شپه پر خپل ټوېټر د دغه خبر پخلی کړی دی.

نوموړي لیکلي، د افغان پوځ یوې بلک هاګ چورلکې هلمند کې د تخینکي ستونزو له امله بېړنۍ ناسته کړې ده.

د هغه په وینا په پېښه کې له نېکه مرغه هېڅ مرګ ژوبله نه ده رامنځ ته شوې او په دې اړه د دفاع وزارت څېړنې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي