۰

هرات کې چاودنې یو سرتېري وژلی او دوه ټپیان دي

پنجشنبه ۱۲ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۱۴
سیمه ییز روغتیايي چارواکي وايي، هرات ولایت کې د یوې چاودنې له امله درې پولیس سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هرات کې چاودنې یو سرتېري وژلی او دوه ټپیان دي
سیمه ییز روغتیايي چارواکي وايي، هرات ولایت کې د یوې چاودنې له امله درې پولیس سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن پنشنبې د وري ۱۲ مه سهار د هرات – رباط طنګي په کمرکلاغ سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د هرات د عامې روغتیا ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د پېښې له ځایه دوی ته د یوه پولیس جسد او دوه ټپیان وروړل شوي دي.

امنیتي چارواکو هم د چاودنې پخلی کړی خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي