۰

امریکا: تېر کال افغانستان کې د بشري حقونو څخه سرغړونې ډېرې وې

پنجشنبه ۱۲ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۲۴
امریکا نړۍ، کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپاره کړې راپور کړې ویلي، چې تېر کال په افغانستان کې د بشري حقونو څخه د سرغړاوي پېښې ډېرې وې.
امریکا: تېر کال افغانستان کې د بشري حقونو څخه سرغړونې ډېرې وې
امریکا نړۍ، کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپاره کړې راپور کړې ویلي، چې تېر کال په افغانستان کې د بشري حقونو څخه د سرغړاوي پېښې ډېرې وې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه تازه راپور کې چې پرون چهارشنبې د وري ۱۱ مه خپور شوی راغلي، سره له دې، چې افغان حکومت او طالبانو مخامخ خبرې پیل کړې، خو له دې خبرو وړاندې او پر مهال یې وسله والو ډلو پر افغان ځواکونو او عامو خلکو بریدونه کړي، چې زرګونه کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
 
راپور کې د وسله والو لخوا د خلکو وژنه، د امنیتي ځواکونو لخوا غیرې قانوني وژنې، د دواړو لورو لخوا د شکنجې او په بې رحمانۍ سزا ورکوونې سپکاوي په افغانستان کې د بشري حقونو نه د سرغړاونو بېلګې یادې شوي.

دغه راز په خپل سره توګه نیونې، د ملکي خلکو وژل، سړي تښتونې او د خلکو ورکېدل، شکنجه او جسمي زورونې هم افغانستان کې د تېر کال د بشري حقونو څخه سرغړونې بلل شوې.

په راپور کې دا هم ویل شوي،  په پراخه توکه فساد، د مېرمنو سره د زورزیاتي د پيښو نه څېړل، د ماشومانو نه د عسکري لیکو کار اخیستل نور هغه د بشري حقونو نه سرغړوانې دې چې تېر کال په افغانستان کې شوي دي.

افغان حکومت تر اوسه دغه راپور ته غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي