۰

د ملابرادر او خلیلزاد لیدنه، امریکايي ځواکونه د پر ټاکلې نېته ووځي

پنجشنبه ۱۲ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۳۴
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي د طالبانو د مرستیال او قطر دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر سره لیدلي دي.
د ملابرادر او خلیلزاد لیدنه، امریکايي ځواکونه د پر ټاکلې نېته ووځي
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي د طالبانو د مرستیال او قطر دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر سره لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د خلیلزاد او برادر لیدنه وړمه سه شنبې په ماښام د وري ۱۰ مه د قطر پلازمېنه دوحه کې شوې ده.

قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند محمد نعیم وردګ ویلي، په دغه لیدنه کې دواړو لورو د دوحې د کړې هوکړې د ټولو مادو پر عملي کېدو خبرې اترې کړې دي.

دی وايي، دواړو لورو په تړون کې پر شویو ژمنو ټینګار وکړ او طالبانو ټینګار درلود، چې ټول بهرني ځواکونه باید د دوحې له هوکړې سره سم په ټاکلې نېټه افغانستان پرېږدي.

د امریکا او طالبانو د هوکړې له مخې ټول بهرني سرتېري باید د روان کال د مۍ میاشتې تر اولې پورې له افغانستان څخه ووځي.

خو امریکايي پوځي چارواکي او ځینې نور د ناټو هېوادونه وایي، شرایط نه دي برابر او که بهرني ځواکونه له کوم جوړجاړي پرته ووځي، افغانستان به بیا د طالبانو لاس ته ولوېږي او القاعده به پیاوړې شي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن هم دوځلې په خپلو خبرو کې ټینګار کړي، چې له افغانستان څخه به د مۍ تر اولې پورې د امریکايي سرتېرو ایستل له تخنیکي پلوه ستونزمن کار وي.

داسې هم ویل کېږي، چې د بایډن اداره هڅه کوي، چې د مۍ له اولې تر شپږو نورو میاشتو پورې هم امریکايي سرتېري په افغانستان کې پاتې شي.

تحلیل دا دی، چې امریکا هڅه کوي په دې موده کې افغان حکومت او طالبان یوه جوړجاړي ته ورسوي او له هغې وروسته که وتل هم وتلی شي.

خو وسله والو طالبانو خبرداری ورکړی، چې که د دوی سره د شوې هوکړې مطابق بهرني سرتېري له افغانستان څخه ونوځي، دوی به پرې له سره بریدونه پیل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي