۰

هرات کې موټر بم برید څلور سرتېري وژلي دي

پنجشنبه ۱۲ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۰۸
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې هرات ولایت کې پر افغان ځواکونو په موټر بم برید کې ۷ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هرات کې موټر بم برید څلور سرتېري وژلي دي
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې هرات ولایت کې پر افغان ځواکونو په موټر بم برید کې ۷ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې برید د هرات ولایت تېره شپه (د وري ۱۱مه) د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ کې شوی دی.

د هرات د والي ویاند سید وحیدالله قتالي وايي، موټر بم برید د شینډنډ د امنیه قوماندانۍ او د ملي امنیت د مدیریت څنګ ته نږدې شوې او له چاودنې وروسته په افغان ځواکونو وسله‌وال برید هم شوی.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه برید کې د ملي امنیت څلور سرتطري وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د والي د ویاند په وینا ټپیان د ۲۰۷ طفر قول اردو روغتون ته لېږدول شوي، چې د دوه تنو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

قتالي د برید مسوولیت پر طالبانو واچوه خو طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن پنشنبې سهار هم هرات ښار کې یوې چاودنې دوه پولیس وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دی.

د دغه چاودنې مسوولیت هم تر اوسه چا نه دی اخیستی خو چارواکي یې مسوول طالبان بولي.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي