۰

ننګرهار کې یوه ښځینه پولیسه وژل شوې ده

پنجشنبه ۱۲ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۲۰
سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، ننګرهار ولایت کې د ناپېژانده وسله والو په غلکچي برید کې یوه ښځینه پولیسه وژل شوې ده.
ننګرهار کې یوه ښځینه پولیسه وژل شوې ده
سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، ننګرهار ولایت کې د ناپېژانده وسله والو په غلکچي برید کې یوه ښځینه پولیسه وژل شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن پنشنبې د وري ۱۲ مه سهار د جلال آباد ښار د څلورمې حوزې اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د ننګرهار پولیس وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو په دغه سیمه کې پر یوه ښځینه پولیسه ډزې کړې او ځای پر ځای یې وژلې ده.

د پولیسو په وینا د دې پېښې په تړاو دوه مشکوک کسان نیول شوي او دا مهال ترې څېړنې روانې دي.

دا په روانه اوونۍ کې دوهم ځل دی، چې په جلال آباد کې پر ښځینه کارمندانو برید کېږي.

درې ورځې وړاندې په دوه جلا بریدونو کې درې واکسیناتورانې هم په وسله وال بریدونو کې وژل شوې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي