د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې قطر ته ولاړه

12 حمل 1400 ساعت 14:40

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبرا لاینز د افغانستان د سولې خبرو په تړاو بحث لپاره قطر ته ولاړه.


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبرا لاینز د افغانستان د سولې خبرو په تړاو بحث لپاره قطر ته ولاړه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مېرمن لاینز نن پنشنبې د وري ۱۲ مه دوحې ته تلې او هلته به د افغان حکومت او طالبانو له مرکچي پلاویو سره وګوري.

دغه راز مېرمن لایز به د ترکیې، قطر او امریکا متحده ایالاتو له لوړ پوړو چارواکو سره د افغانستان سولې بهیر د ګړندي کېدو او تاوتریخوالي د کمېدو پر لارو چارو خبرې وکړي.

د یادونې ده، چې مېرمن لاینز تر دې سفر دمخه پرون په ارګ له ولسمشر محمد اشرف غني سره لیدلي او د سولې په تړاو یې خبرې ورسره کړې دي.

مېرمن لاینز داسې مهال دوحې ته سفر کوي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم په دوحه کې دی او د دواړو لورو له مرکچي پلاویو سره یې لیدلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په نېږدې راتلونکې کې د افغان سولې په تړاو په ترکیه کې یوه نړیواله غونډه جوړېدونکې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 137816

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137816/

جمهور
  https://www.jomhornews.com