بغلان کې د پولیسو د ځانګړې قطعې قوماندان وژل شوی دی

14 حمل 1400 ساعت 8:41

سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې د طالبانو په یوه برید کې د بغلان ولایت د پولیسو د ځانګړې قطعې قوماندان شریف الله خوستی وژل شوی دی.


سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې د طالبانو په یوه برید کې د بغلان ولایت د پولیسو د ځانګړې قطعې قوماندان شریف الله خوستی وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پر قوماندان خوستي وړمه شپه د بغلان د مرکز پلخمري او مرکزي بغلان ولسوالۍ تر منځ د حسین خيل په سیمه کې د طالبانو له خوا برید شوی دی.

د بغلان د پولیسو ویاند جاوید بشارت وايي، د طالبانو په برید کې د پولیسو د ځانګړې قطعې قوماندان شریف الله خوستی وژل شوی او دوه ساتونکي یې ټپیان شوي دي.

د امنیه قوماندانۍ د ویاند په وینا په نښته کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېر یې نه دی معلوم.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 137832

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137832/

جمهور
  https://www.jomhornews.com