لغمان د هاوان په برید کې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

14 حمل 1400 ساعت 8:44

لغمان ولایت کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې، چې د چارواکو په وینا د یوې کورنۍ ۱۲ غړو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.


لغمان ولایت کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې، چې د چارواکو په وینا د یوې کورنۍ ۱۲ غړو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه پرون جمعه د وري ۱۳ مه د لغمان ولایت الیشنګ ولسوالۍ اړوند کوټالۍ سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولت زی وايي، هاوان د وسله والو طالبانو له خوا توغول شوی، چې په یاده سیمه کې پر یوه کور پرېوتی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه پېښه کې د یوې ښځې په ګډون ۱۰ تنه ټپیان شوي دي.

ځايي خلک بیا وايي، په دغه پېښه کې د یوې کورنۍ یو تن وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان شوي، خو روغتیايي مسوولین وايي، دوی ته ۱۷ ټپیان وروړل شوي، چې د ټولو روغتیايي حالت ښه دی.

طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون په کندهار، بادغیس او ځینو نورو سیمو کې هم چاودنو تر ۲۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

جمهورخبري آژانس:لغمان


د مطلب کود: 137833

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137833/

جمهور
  https://www.jomhornews.com