کندهار کې د طالبانو موټر بم او ۱۱ غړي له منځه وړل شوي دي

14 حمل 1400 ساعت 8:46

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، افغان ځواکونو کندهار ولایت کې د وسله والو طالبانو یو ټانګ بم موټر موخې ته تر رسېدو وړاندې له منځه وړی.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، افغان ځواکونو کندهار ولایت کې د وسله والو طالبانو یو ټانګ بم موټر موخې ته تر رسېدو وړاندې له منځه وړی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کندهار د امنیت امر غورځنګ افریدی وايي، د طالبانو له چاوېدونکو ډک هاموي ټانګ باندې ارغنداب ولسوالۍ کې هوايي برید شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، په دغه ټانګ کې ۱۱ تنه وسله وال طالبان هم سپاره و، چې هدف ته له رسېدو وړاندې د هوايي ځواک له خوا په نښه او له منځه یووړل شو.

غورځنک زیاتوي، چې طالبانو غوښتل د دغه ټانګ په واسط په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو پر یوې اډې برید وکړي، خو له منځه یووړل شو.

د کندهار د امنیت امر وايي، په دې هوايي برید کې په ټانګ کې سپاره ۱۱ تنه وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کندهار


د مطلب کود: 137834

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137834/

جمهور
  https://www.jomhornews.com