د افغان دولت د مرکچي پلاوي ښځینه غړو د امریکا د کانګرس له غړو سره لیدلي

14 حمل 1400 ساعت 9:17

د سولې لپاره د افغان دولت د مرکچي پلاوي ښځینه غړو د امریکا د کانګرس له یو شمېر غړو سره د قطر پلازمېنه دوحه کې لیدلي دي.


د سولې لپاره د افغان دولت د مرکچي پلاوي ښځینه غړو د امریکا د کانګرس له یو شمېر غړو سره د قطر پلازمېنه دوحه کې لیدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه لیدنه وړمه ورځ د وري ۱۲ مه د دواړو لوریو تر منځ شوې او په کې د سولې په پروسه باندې خبرې شوې دي.

د افغان دولت د مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي وايي، دوی په دغه لیدنه کې د امریکا د کانګرس له غړو او سیاسیتوالو په زغرده وغوښتل، چې د داسې سولې ملاتړ وکړي، چې دموکراتیک ارزښتونه او اصولو په کې خوندي وي.

مېرمن کوفي زیاته کړې، چې په دغه ناسته کې تر ډېره پورې د ټاکنو او ولسوالۍ د اصولو او ارزښتونو په خوندیتوب خبري او ټينګار وشو.

د هغې په وینا د بحث بله موضوع د سولې پروسه کې د ښځو د حقونو او د ښځو حقونو څخه د دفاع مسله وه، او ټینګار پرې وشو، چې د سولې ترڅنګ افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو ملاتړ هم مهم دی.

افغان مېرمنو له دې وړاندې اندېښنه ښودلې چې سیاست ته د طالبانو په راتګ یې ممکن یو شمېر لاسته راوړنې، له منځه ولاړې شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 137839

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137839/

جمهور
  https://www.jomhornews.com