ننګرهار، لغمان، هلمند، هرات او غور چاودنو ۴۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

14 حمل 1400 ساعت 10:08

لغمان، ننګرهار، هلمند، هرات او غور ولایتونو کې د بېلا بېلو چاودنو له امله د ښځو په ګډون ۴۴ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


لغمان، ننګرهار، هلمند، هرات او غور ولایتونو کې د بېلا بېلو چاودنو له امله د ښځو په ګډون ۴۴ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنې وړمه شپه او تېره ورځ د یادونو ولایتونو په جلا جلا سیمو کې رامنځ ته شوې دي.

لومړی تېره شپه د غور مرکز فیروزکوه کې د والي په موټریز کاروان په برید کې د یوه ویډیويي ژورنالست په ګډون ۷ تنه ټپیان شوي.

دغه راز پرون سهار د هرات کشک کهنه ولسوالۍ کې پر یوه فلانکوچ موټر د سړک د غاړې ماین چاودلی، چې له امله یې ۷ ښځې ټپیانې شوې دي.

بل خوا پرون سهار ۱۱ بجې د لغمان الیشنګ ولسوالۍ په کوټالۍ یمه کې په یوه کور د هاوان مرمۍ پرېوتې، چې د مرګ ژوبلې په اړه یې بېلا بېل راپورونه وړاندې کېږي.

د والي ویاند اسدالله دولت زی وايي، د یوې ښځې په ګډون ۱۰ تنه په کې ټپیان شوي، ځايي خلک وايي د یوې کورنۍ یو تن وژل شوی او ۱۱ ټپیان دي، خو روغتیايي چارواکي وايي، دوی ته ۱۷ ټپیان وروړل شوي دي.

دولت زی وايي، هاوان د طالبانو له خوا توغول شوی خو طالبانو څه نه دي ویلي.

په ورته وخت د هلمند د ولایتي شورا رئیس عطاالله افغان وايي، پرون غرمه مهال د ۶۰۱ نمبر لویې لارې په چهارګل سیمه کې چې هلمند له کندهار سره نښلوي د ملکي وګړو په موټر چاودنه شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه چاودنه کې پنځه تنه ملکي وګړي وژل شوي، چې د والي ویاند عمر ځواک یې هم پخلی کړی، خو یوه امنیتي سرچینه وايي، په چاودنه کې ۷ تنه وژل شوي دي.

خو طالبانو ویلي، چاودنه یې پر افغان ځواکونو کړې، چې په وینا یې څلور افسران او دوه سرتېري په کې وژل شوي دي.

همدارنګه په ننګرهار کې پرون له غرمې وروسته چاودنه شوې، چې د روغتیايي چارواکو په وینا ۸ تنه په کې ټپیان شوي دي.

دغه چاودنه درې بجې د جلال آباد ښار اومې ناحیې اړوند دوسرکې سیمه کې د ځای پر ځای شوي ماین له امله رامنځ ته شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 137844

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137844/

جمهور
  https://www.jomhornews.com