کابل کې چاودنې یو پوځي وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي

15 حمل 1400 ساعت 9:41

پولیس تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د ملي اردو په یوه رنجر موټر د مقناطسي ماین چاودنې شوې او درې تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.


پولیس تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د ملي اردو په یوه رنجر موټر د مقناطسي ماین چاودنې شوې او درې تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه نن یکشنبې د وري ۱۴ مه سهار مهال د پغمان ولسوالۍ د قرغې بند په سیمه کې د ملي اردو په رنجر شوې ده.

د کابل پولیس وایي، په دغه چاودنه کې یو سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.

عیني شاهدان هم وايي، چاودنه د ملي اردو په رنجر موټر وشوه، چې مرګ ژوبله هم لري خو کره معلومات یې نشته.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 137875

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137875/

جمهور
  https://www.jomhornews.com