۰

د خوست د صبریو لپاره طالب ولسوال او نظامي مسوول نیول شوي

یکشنبه ۱۵ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۵۸
د بغلان پولیس وايي، په دغه ولایت کې یې د خوست ولایت د صبریو ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوی ولسوال او نظامي مسوول نیولي دي.
د خوست د صبریو لپاره طالب ولسوال او نظامي مسوول نیول شوي
د بغلان پولیس وايي، په دغه ولایت کې یې د خوست ولایت د صبریو ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوی ولسوال او نظامي مسوول نیولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بغلان امنیه قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د طالبانو دغه دوه مهمو غړو بغلان کې د طالبانو له لایزري قطعې سره فعالیت درلود.

سرچینه زیاتوي، دوی چې د شمال پر لویه لار په تخربیي فعالیتو بوخت و، خپلو نویو دندو ته د تګ پر مهال وپېژندل شول او ونیول شول.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې ملي امنیت وايي، دوی په ننګرهار کې د دغه ولایت د چپرهار ولسوالۍ لپاره د داعش د استخباراتو مسوول او د هدفي وژنو طراح او دغه راز درې نور مهم طالبان نیولي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي