اروپايي ټولنه:

ولسمشر غني باید د سولې لپاره لومړیتوبونو ته په پام ګامونه اوچت کړي

15 حمل 1400 ساعت 14:30

اروپايي ټولنه وايي، دوی په افغانستان کې د سولې ملاتړي دي، خو په بېړنۍ توګه د واک د لېږد پلوي نه دي او نه یې هم دا لار ده.


اروپايي ټولنه وايي، دوی په افغانستان کې د سولې ملاتړي دي، خو په بېړنۍ توګه د واک د لېږد پلوي نه دي او نه یې هم دا لار ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې افغانستان کې د دغه ټولنې د ماموریت مرستیال آرناوټ پاولس ویلي، د واک بېړنۍ بدلون افغانستان ته ثبات نه شي راوستلی.

پاولس ویلي، ولسمشر غني باید سیاسي لومړیتوبونه درک کړي او د تل پاتې سولې د بریا لپاره دې مناسب ګامونه پورته کړي.

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې«موږ د سولې ملاتړي یو خو به بېړنۍ توګه د واک د لېږد یا بدلون ملاتړ نه کوو، دا ډول بدلون افغانستان ته ثبات نه شي راوستلی او دا یې لار نه ده.»

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي ټینګار کړی، چې هېڅ لوری په دغه هېواد کې په یوازي ځان بریا ته نه شي رسېدلی.

دی وايي، طالبانو په وروستیو کې بریدونه ډېر کړيؤ جګړه شدیده شوې او هدفي بریدونه هغه څه دي چې د افغانانو ژوند یې تریخ کړی دی.

آرناوټ له ولسمشر غني غوښتي چې د هېواد په سیاسي لومړیتوبونو ځان پوه کړي او د سولې لپاره اغېزناک او کوټلي ګامونه اوچت کړي چې په دې توګه په افغانستان کې څلوېښت کلنه جګړه پای ته ورسول شي.

اروپایي ټولنه داسې مهال دا څرګندونې کوي چې ټاکل شوې، د افغان سولې په اړه د استانبول غونډه د روانې اپرېل میاشتې په شپاړسمه نېټه ترسره شي.

خو افغان حکومت او طالبان وايي، لا هم د دغه غونډې اجنډا او ټاکلې نېټه معلومه نه ده خو پر سر یې خبرې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر غني په وار وار ویلي که طالبان سولې ته رښتیني وي، اوربند وکړي نو دی چمتو دی، چې تر وخت وړاندې ټاکنې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 137891

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137891/

جمهور
  https://www.jomhornews.com