امریکا هڅه کوي، چې په افغانستان کې تاوتریخوالی کم شي

16 حمل 1400 ساعت 11:28

نیویارک ټایمز ورځپاټې په یوه مطلب کې ویلي، امریکا هڅه کوي، چې له بېلو لارو فشار راولي څو په افغانستان کې تاوتریخوالی کم شي.


نیویارک ټایمز ورځپاټې په یوه مطلب کې ویلي، امریکا هڅه کوي، چې له بېلو لارو فشار راولي څو په افغانستان کې تاوتریخوالی کم شي.

د جمهور آژانس د خبر هل مخې دغه ورځې زیاتې کړې د امریکا د دې هڅې موخه دا ده، تر چې دوی ته زمینه برابره شي چې خپل سرتېري له افغانستان وباسي.

د ورځپاڼې په مطلب کې ویل شوي،  که امریکا په راتلونکو څو اونیو کې د تاوتریخوالي پر کمولو او یا د سرتېرو ایستلو ته د زمینې پر برابرولو بریالۍ نه شي نو دا به د بایډن د واکمنۍ لومړنۍ ماتې وي.

په ورته وخت سرچینه وايي، طالبانو خبرداری ورکړی چې که تر ټاکلې نېټې بهرني ځواکونه له افغانستان و نه وځي دوی به جګړې شدیدې کړي، چې دا به د بایډن پر حکومت یو فشار وي او ښایي د سولې هڅې له خنډ او ماتې سره مخ کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 137913

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137913/

جمهور
  https://www.jomhornews.com