تخار پوهنتون کې د لاریون پر مهال څلور تنه ټپیان شوي دي

17 حمل 1400 ساعت 11:06

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د تخار پوهنتون محصلینو لاریون کړی، چې په اخ ډب اوښتی او ۴ تنه په کې ټپیان شوي دي.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د تخار پوهنتون محصلینو لاریون کړی، چې په اخ ډب اوښتی او ۴ تنه په کې ټپیان شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې لاریون پرون دوشنبې د وري ۱۶ مه سهار مهال محصلینو د پوهنتون استادانو د اعتصاب په غبرګون کې کړی دی.

لاریون کوونکو څو ساته د تخار – کندوز لویه لار هم تړلې وه، چې وروسته پولیس ورغلل او د لارې خلاصولو پر مهال د پولیسو او لاریون کوونکو تر منځ اخ ډب رامنځ ته شوی دی.

محصلین ادعا کوي، چې پولیسو پر دوی ډزې کړې خو د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند خلیل اسیز ویلي، د لاریون کوونکو په ډله کې ځینو کسانو وسلې درلودې او ډزې یې کړې دي.

د اسیر په وینا د لاریون کوونکو منځ کې ځینو کسانو غوښتل له لاریون څخه ناوړه استفاده وکړي چې ډزې شوې دوه محصلین او دوه عام وکړي په کې ټپیان شوي دي.

باید و ویل شي، چې د تخار پوهنتون له دې امله درسي اعتصاب کړی، چې په وینا یې حکومت د استوګنې د نمرو د وېش خبره ورته کړې وه خو تر اوسه یې نه دي ورکړې.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 137946

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137946/

جمهور
  https://www.jomhornews.com