کابل: په یوه برید کې یوه مدني فعاله ټپي شوې ده

17 حمل 1400 ساعت 11:08

پلازمېنه کابل کې غلو پر یوې مدني فعالې د بوکس پنجو برید کړی او هغه یې ټپي کړې ده.


پلازمېنه کابل کې غلو پر یوې مدني فعالې د بوکس پنجو برید کړی او هغه یې ټپي کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه پرون دوشنبې د وري ۱۶ مه د کابل ښار د احمدشاه بابا مېنې د ۱۵ بلاک په سیمه کې شوې ده.

عیني شاهدان وايي، موټر سایکل سپرو غلو پر مدني فعالې فاطمې یوسفزی د بوکس پنجو ګذارونه کړي او هغه یې سخته ټپي کړې ده.

دوی وايي، غلو غڅه کوله، چې د مېرمن یوسفزۍ تلېفون او لاسي بکسه وتښتوي خو بریالي نه شول او له سیمې وتښېدل.

بله خوا فاطمې یوسفزۍ ویلي، امنیتي مسؤلین باید د سیمې په امن کولو کې خپل مسؤلیت ادا کړي او د ورته پېښو مخنیوی دې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 137947

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137947/

جمهور
  https://www.jomhornews.com