دوحه کې د سولې خبرې، لا هم د ترکیې ناستې پر اجنډا خبرې روانې دي

17 حمل 1400 ساعت 11:14

راپورونه وايي، د افغان سولې په تړاو د ترکیې ناستې د اجنډا او وخت ټاکلو په اړه لا هم د ښکېلو غاړو تر منځ خبرې اترې روانې دي.


راپورونه وايي، د افغان سولې په تړاو د ترکیې ناستې د اجنډا او وخت ټاکلو په اړه لا هم د ښکېلو غاړو تر منځ خبرې اترې روانې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې راپورونه زیاتوي، د ملګرو ملتونو استازي، امریکايي، ترکي، قطري چارواکي او د افغان دولت او طالبانو مرکچي پلاوی هڅه کوي، چې د ترکیې ناسته د افغان جګړې د پای ته رسېدو سبب شي.

د دې تر څنګ دا هم ویل کېږي، چې امریکا پر افغان حکومت او طالبانو هم فشارونه ډېر کړي او ټینګار کوي، تر څو د ترکیې په ناسته کې دواړه لوري هرو مرو یوې هوکړې ته ورسېږي.

اوس په دوحه کې د دغه اړخونو تر منځ پر دې خبرې روانې دي، چې څنګه وکړۍ شي دواړه خواوې یوې هوکړې ته ورسوي او په افغانستان کې روانې جګړې ته د پای ټکی کېږي.

تر اوسه د دغه خبرو جزیات نه دي په ډاګه شوي، خو د افغان حکومت د مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي وايي، د بحثونو د محتوا او د دغه کنفرانس د ارزښتونو په اړه بحثونه روان دي.

نوموړې ویلي، بحثونو د محتوا په اړه، هغه اصول او ارزښتونه چې په ترکیه کې بحث ورباندې کېږي، دلته له شته هېوادونو سره په همغږۍ په دې اړه تیارۍ نیول کېږي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا او سیاسیون هم د ترکیې غونده د افغانستان لپاره برخلیک ټاکوونکې بولي خو وايي که د دوحې په خبرو کې پر کومه اجنډا توافق ونه شي، د ترکیې ناسته به هم بې ګټې وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 137952

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137952/

جمهور
  https://www.jomhornews.com