د ترکیې ناستې د ګډون کوونکو پر نوملړ کار روان دی

17 حمل 1400 ساعت 11:17

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا غړي او مطبوعاتي مسوولین وايي، د ترکیې کنفرانس کې د ګډون کوونکو کسانو پر نوملړ بحثونه روان دي.


د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا غړي او مطبوعاتي مسوولین وايي، د ترکیې کنفرانس کې د ګډون کوونکو کسانو پر نوملړ بحثونه روان دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه شورا زیاته کړې، چې دا مهال شورا د سیاسي ګوندونو له لوري د سولې د وړاندیز شویو طرحو پر توحید کار کوي.

د دغه شورا مطبوعاتي مسوولین زیاتوي، چې د دې تر څنګ د ترکیې په کنفرانسک ې د ګډون کوونکو کسانو پر نوملړ هم بحثونه روان دي، هم تر اوسه یې شمېر او نومونه نه دي په ډاګه شوي.

ملي مصالحې عالي شورا وایي، تمه لري چې د ترکیې په کنفرانس کې ټول اړخونه پر یوه دایمي اوربند سره سلا شي او د روانې جګړې ختمولو ته زمینه برابره شي.

دا په داسې حال کې ده، چې هلته په دوحه کې هم د ملګرو ملتونو د استازو، امریکایي، ترکي، قطري چارواکو او افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوی تر منځ د ترکیې د ناستې پر اجنډا خبرې روانې دي، خو تر اوسه یې پر اجندا او کره نېټه کومه موافقه نه ده کړې.

په ورته وخت کې ځینې سیاسیون وایي، که دوحه کې د ترکیې د ناستې په اړه کومه سمه پرېکړه او اجنډا ونه ټاکل شي، نو د ترکیې ناسته به هم بې ګټې وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 137953

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137953/

جمهور
  https://www.jomhornews.com