ایران او ازبکستان پر افغان سوله خبرې کړې دي

17 حمل 1400 ساعت 13:00

راپورونه وايي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ازبکستان ته تللی او له ازبک چارواکو سره یې پر افغان سوله خبرې کړې دي.


راپورونه وايي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ازبکستان ته تللی او له ازبک چارواکو سره یې پر افغان سوله خبرې کړې دي.

د جمهور آزانس د خبر له مخې ښاغلي ظریف له خپل تاجک سیال سره د افغان سولې تر څنګ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا هم خبرې کړې دي.

د ایران د بهرینو چارو وزیر ویلي، افغانستان د سولې مسله کې همکاري ډېروي او په دې باور دي، چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې پای ته رسېدلی شي.

په ورته وخت کې د هغه ازبک سیال هم ویلي، چې دوی تل په افغانستان کې د سولې له پروسې ملاتړ کړی دی او بیا هم د سیمې له هېوادونو سره په ګډه په دې پروسه کې هر ډول اړینو همکاریو ته چمتو دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 137959

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137959/

جمهور
  https://www.jomhornews.com