اروپايي ټولنه له افغانستان سره کابو درې میلیون یورو مرسته کوي

18 حمل 1400 ساعت 8:04

 اروپايي ټولنې له افغانستان سره د پورونو د پرې کولو په موخه د کابو درې میلیون یورو مرستې اعلان وکړه.


 اروپايي ټولنې له افغانستان سره د پورونو د پرې کولو په موخه د کابو درې میلیون یورو مرستې اعلان وکړه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کابل کې د دې ټولنې د استازولی دفتر پرون سه شنبې د وري ۱۷ مه په یوه خبرپاڼه کې د دغه مرستې له کولو خبر ورکړی دی.

سرچینه وايي،  دا ۲ میلیون او نهه لکه یورو مرسته د پورونو د کمېدو په هدف شوي، څو د پایداره پرمختګ د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د افغانستان لاس نیوی وشي.

د اروپايي ټولنې د استازولۍ د شارژدافیر ارنوټ پاوېلس په حواله راغلي، نننۍ مرسته د افغانستان لپاره یو ښه زیری دی ځکه د کووېډ- ۱۹ ناورین په منځ کې به د ټولنیزو، روغتیايي او اقتصادي لګښتونو د پوره کولو په برخه کې اغېزمنه تمامه شي.

د اروپايي ټولنې استازولۍ ویلي کووېډ-۱۹ د نړۍ ګڼ هېوادونه چې افغانستان هم په کې شامل دی پوروړي کړي دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي سره له دې چې افغانستان ډېر پوروړی نه دی، خو د کرونا له امله مخ په ځوړ عواید د زیانمنتیا کچه پورته وړې ده.

دغه راز اعلامیه کې د هغو ۱۴۷ میلیونو یورو مرستې یادونه هم شوې چې د دې ټولنې له خوا د کرونا وبا د اقتصادي زیانونو د کنټرول لپاره افغانستان ته ورکړل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 137977

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137977/

جمهور
  https://www.jomhornews.com