امریکايي متقاعد پوځیان بایډن ته! سرتېري دې له افغانستانه وباسه

18 حمل 1400 ساعت 8:24

د امریکا د متقاعدو پوځیانو د څو سازمانو ائتلاف په یوه لیک کې له ولسمشر جوبایډن غوښتي، چې خپل سرتېري له افغانستان څخه وباسي.


د امریکا د متقاعدو پوځیانو د څو سازمانو ائتلاف په یوه لیک کې له ولسمشر جوبایډن غوښتي، چې خپل سرتېري له افغانستان څخه وباسي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دغه لیک کې د متقاعدو نظامیانو سربېره د پوځیانو د حقونو او د جګړې د ختمېدو یو شمېر مدافعان او فعالانو هم له بایډن غوښي، چې له ژمنې سره سم د مۍ تر اولې نېتې پورې خپل سرتېري وباسي.

په دغه لیک کې ویل شوي«له بده مرغه موږ دومره ډېر په افغانستان کې پاتې شو چې دغه هېواد ته د لومړیو استول شویو عسکرو اولادونه اوس دومره لوی شوي چې په دغې جګړې کې برخه واخلي.»

لیک کې دوی دا هم ویلي، چې د دغه ائتلاف غړي په خپل خدمت ویاړ کوي، خو په وینا یې اوس یې وخت دی، چې نور خپلو کورونو ته ستانه شي.

په لیک کې بایډن ته ویل شوي« موږ له تاسو څخه په ټېنګار سره غواړو هر څومره ژر چې کیږي، دا کار وکړۍ.»

خو دا په داسې حال کې ده، چې بایډن دوه ځلې ویلي، چې د مۍ تر اولې نېتې پورې به له افغانستانه د ټولو سرتېرو ایستل ګران کار وي.

تېره ورځ د سپینې ماڼۍ ویاند هم په یوه خبري ناسته کې و ویل، چې د سیاسي، پوځي او تخنیکي پلوه تر مۍ پورې د سرتېرو ایستل ستونزمن کار دی او بایډن هم په دې باور دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له طالبانو سره د امریکا د دوحې هوکړې له مخې باید ټول بهرني سرتېري د مۍ تر اولې نېټې پورې له افغانستان څخه ووځي.

طالبانو خبرداری ورکړی، که تر ټاکلې نېټې پورې ټول بهرني ځواکونه افغانستان پرېنږدي دوی به پرې خپل بریدونه له سره پیل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 137979

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137979/

جمهور
  https://www.jomhornews.com