کندهار کې بم ځانمرګی هدف ته له رسېدو وړاندې وژل شوی

18 حمل 1400 ساعت 11:31

کورنیو چارو وزارت وايي، امنیتي ځواکونو کندهار ولایت کې یو موټر بم ځانمرګی هدف ته له رسېدو وړاندې په نښه او له منځه وړی دی.


کورنیو چارو وزارت وايي، امنیتي ځواکونو کندهار ولایت کې یو موټر بم ځانمرګی هدف ته له رسېدو وړاندې په نښه او له منځه وړی دی.
 
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن چهارشنبې د وري ۱۸ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه ځانمرګي غوښتل د پنجوايي ولسوالۍ په صلوات سیمه کې موټر بم چاودنه وکړي، خو هدف ته تر رسېدو وړاندې د پولیسو له خوا په ډزو و وژل شو.

وزارت په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو په ورته وخت کې وايي، کندهار ښار کې هم یو ماین خښوونکی وژل شوی او بل په ټپي حالت نیول شوی دی.

خبرپاڼه کې ویل شوي دغه دوه طالب میان خښوونکو د کندهار ښار د نهمې حوزې اړوند عیدګاه سیمه کې غوښتل ماینونه خښ کړي خو پولیسو پرې ډزې کړې، چې یو وژل شوی او بل په تپي حالت له یوه ماین سره یو ځای نیول شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 137994

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137994/

جمهور
  https://www.jomhornews.com