ناټو: د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره مرستې ته دوام ورکوو

18 حمل 1400 ساعت 11:57

ناټو سازمان یو ځل بیا ټینګار کړی، چې له افغانستان او په ځانګړي ډول له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او افغان سولې سره به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.


ناټو سازمان یو ځل بیا ټینګار کړی، چې له افغانستان او په ځانګړي ډول له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او افغان سولې سره به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا څرګندونې افغانستان کې د ناټو سازمان ملکي استازي اسټفانو پونته کورو د افغانستان د بهرینو چارو وزیر محمد حنیف اتمر سره لیدنه کې کړې دي.

د ښاغلي اتمر او ښاغلي پوتنه کورو لیدنه پرون سه شنبې د وري ۱۷ مه بهرنیو چارو وزارت کې شوې او دواړو لورو د افغان سولې او له افغانستان او افغان ځواکونو د ناټو د ملاتړ په اړه خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دغه لیدنه کې دواړو لورو د افغان سولې په تړاو د ترکیې پر ناسته هم خبرې کړې او په بېلا بېلو برخو کې یې د دواړه اړخیزه همکاریو او نظریاتو پر تبادلې ټینګار کړی دی.

خبرپانه وايي، د ناټو ملکي استازي ښاغلي اتمر ته ډاډ ورکړ، چې د افغانستان له سولې پروسې او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو به د ناټو ملاتړ او همکاري دوام ولري.

په ورته وخت خبرپاڼه وايي ښاغلي اتمر پرون کابل کې پاکستان له سفیر منصور احمد خان سره هم لیدلي او د سولې پروسې تر څنګ یې د دوه اړخیزه او څو اړخیزه اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

سرچینه وايي، دواړو لورو د افغان سولې او په ځانګړي ډول د سولې په تړاو د ترکیې پر ناسته هم خبرې کړې ویلي یې دي چې د دغه خبرو او پروسې د بریالیتوب لپاره باید همکارۍ او سلا مشورې دوام ولري.

کابل کې د پاکستان سفیر افغانستان کې سوله او ثبات د سیمه ییز انتصال، اقتصادي پرمختګ او امنیت لپاره مهم بللی ویلي یې دي، چې هېواد یې په افغانستان کې له سولې او ثبات ملاتړ او همکاري کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 

 


د مطلب کود: 137997

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137997/

جمهور
  https://www.jomhornews.com