ولسمشرغني د سولې په تړاو خپله طرحه تشریح کړه:

اوربنډ، ټاکنې، د سولې حکومت او لویه جرګه یې مهم ټکي دي

19 حمل 1400 ساعت 9:32

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې په تړاو خپله طرحه تشریح کړه چې درې مرحلې لري او ټر ټولو مهم ټکي یې اوربند، ټاکنې، د سولې حکومت او لویه جرګه ده.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې په تړاو خپله طرحه تشریح کړه چې درې مرحلې لري او ټر ټولو مهم ټکي یې اوربند، ټاکنې، د سولې حکومت او لویه جرګه ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ولسشمر غني د سولې پلان لومړی مرحله کې یوه سیاسي هوکړه او وروسره سم اوربند دي، په دویمه مرحله کې یې د ټاکنو له لارې د سولې حکومت جووړول او په دریمه هغه کې یې د دولت جوړونې او مارکېټ رامنځ ته کولو لپاره کار کول دي.

ښاغلي غني چې دغه طرحه په ارګ کې د حکومت جګپوړو چارواکو ته تشریح کوله و ویل، چې خپله د قدرت تېږی نه دی او غواړي چې په اساسي ډول په هېواد کې د لسیزو جګړو ته د پای ټکی کېږي او تل پاتې سوله رامنځ ته شي.

نوموړي زیاته کړه، چې لنډمهاله سوله نه یوازې افغانستان ته ثبات نه شي راوستی، بلکې د یوې بلې جګړې پیلامه به وي، نو ځکه اړینه ده، چې د تل پاتې سولې لپاره په تدبیر او عقل سره ګامونه پورته کړای شي.

ولسمشر د نړیوالو لخوا د اوربند د څارنې، د سیمې د هېوادونو او نړیوالې ټولنې لخوا د سولې د ضمانت غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې هر ډول تړون د وروستی کېدو لپاره باید د افغانستان د ولس غږ واورېدل شي او دا کار به لویه جرګه کوي.

افغان ولسمشر ټینګار وکړ، چې هېڅ ځواک او فشار پر افغانانو خپلې طرحې نه شي تپلی او دی به هېڅ کله پر داسې یوه سند لاسلیک ونه کړي، چې افغانستان ته سوله نه راوستلی.

ښاغلي غني و ویل، چې د واک تېږی نه دی، غواړي، چې د تل پاتې سولې لپاره د خپل حکومت موده لنډه کړي خو په وینا یې هېڅ کله د حکومت او نظام انقطاع ورته د منلو نه ده او نه به هم څوک پر زور دا کار پرې وکړی شي.

نوموړي زیاته کړه، چې طالبان بې ځایه له اوربند کولو وېره لري او غوښتنه یې ترې وکړه چې د یوې سیاسي موافقې نه وروسته دې دغه ډله د افغانستان د ولس سره کېني او قناعت د ورکړي.

ولسشمر دا هم و ویل، چې په اساسي قانون کې تر ۸۰ سلنې پورې تعدیل راتلای شي خو ټینګار یې وکړ، چې په قانون کې د بدلون لپاره به د بهر نه د چا طرحه او غوښتنې ونه مني.

هغه د ترکیې غونډې لپاره د بشپړ چمتوالی خبر ورکړ او پر افغان سیاسیونو، احزابو او بنسټونو یې غږ وکړو چې په یوې واحدې طرحې او واحد نظر سره په دغه ناسته کې ګډون وکړي.

ښاغلي غني د ترکیې ناسته د افغانستان لپاره یو فرصت وباله ټینګار یې وکړ، چې دا د ټول ملت او دولت مسوولیت دی، چې ټول په تدبیر او تمرکز سره دا کړۍ د تل پاتې سولې لپاره پراخه کړي.

هغه سیاسیون، احزابو، جهادي مشرانو او نورو بنسټونو ته په خطاب کې و ویل«د ترکیې ناسته یو فرصت دی، باید ټول په یوه نظر په کې ګډون وکړو او یو نظر هلته واړندې کړو، که نه د طالب هغه درې خبرې به شي، چې ویل یې یا بیعت وکړۍ، معیت وکړی او یا تسلیم شي.»

نوموړي په اصل کې د ترکیې ناسته له نړیوالې تولنې، سیمې او په ځانګړي ډول له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان د یوې نوې کړکۍ پرانستنه وبلله او پر طالبانو یې غږ وکړ، چې دا فرصت له لاسه ورنه کړي.

ده یو بیا د افغان سولې په برخه کې د ملګرو ملتونو رول مهم وباله او ټینګار سره یې و ویل، کومه دایمي سوله چې په افغانستان کې راځي، دا لازمي ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او نړیوالې ټولنې لخوا یې ضمانت وشي.

ولسمشر زیاته کړه، که یوه زده هم شک ورته پایدا شو، چې د افغانستان خپلواکي په خطر کې لوېږي نو د خپلې وینې به قمیت به یې پر وړاندې ودرېږي ځکه د افغانستان د ملي حاکمیت لپاره خپل زوند ورته دوه توته اهمیت نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 138009

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/138009/

جمهور
  https://www.jomhornews.com