نشنل انټرسټ:

طالبان په زور واک ته د رسېدو په لټه کې دي د امریکا حضور ته اړتیا ده

19 حمل 1400 ساعت 10:03

نشنل انټرسټ په یوه مقاله کې د افغانستان وضعیت او د طالبانو له خوا وروستیو تاوتریخوالي ته په اشارې ویلي، د احتمالي خطرونو د مخنیوي لپاره لا هم افغانستان کې د امریکایي ځواکونو حضور ته اړتیا ده.


نشنل انټرسټ په یوه مقاله کې د افغانستان وضعیت او د طالبانو له خوا وروستیو تاوتریخوالي ته په اشارې ویلي، د احتمالي خطرونو د مخنیوي لپاره لا هم افغانستان کې د امریکایي ځواکونو حضور ته اړتیا ده.

مقاله کې ویل شوي، طالبان د زور له لارې واک ته د رسېدو په لټه کې دي او په دې باور دی، چې که امریکايي ځواکونه وي که نه دوی واک ته رسېدلی شي.

د سرچینې په وینا له همدې امله دمګړی د افغان حکومت د ساتلو او جګړو د مخنیوي لپاره د امریکایي ځواکونو حضور ته اړتیا ده او بایډن هم پر دې ټینګار کوي چې د سرتېرو د حضور موده یې دې شپږ میاشتې نوره هم وغځول شي.

نشنل انټرسټ لیکي چې د امریکایي ځواکونو بېړني وتل په افغانستان کې د کورنیو او د ګاونډیو د نیابتي جګړو سبب کېدای شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 138011

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/138011/

جمهور
  https://www.jomhornews.com