کندوز کې د موټر چپه کېدو په پېښه کې ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

19 حمل 1400 ساعت 13:04

سیمه ییز روغتیايي چارواکي وايي، کندوز ولایت کې د یوه موټر د چپه کېدو له امله ۲۵ تنه ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز روغتیايي چارواکي وايي، کندوز ولایت کې د یوه موټر د چپه کېدو له امله ۲۵ تنه ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه نن پنشنبې د وري ۱۹ مه د کندوز ولایت په آبدان دښته کې رامنځ ته شوې ده.

د کندوز د حوزوي روغتون رییس ډاکتر محمد نعیم وایي، د پېښې له ځایه دوی ته دوه مړي او ۲۳ ټپیان وروړل شوي دي.

د هغه په وینا ولسي خلک په یوه موټر کې واده ته روان و، چې چپه شوې او په وژل شویو کې یوه ښځه او یو بل کس شامل دی.
 
نوموړي د پېښې د ټپیانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 138020

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/138020/

جمهور
  https://www.jomhornews.com