هرات کې د ګازو یو شرکت اور اخیستی دی

21 حمل 1400 ساعت 9:38

سیمه ییز چارواکي وايي، هرات ولایت کې د ګازو یو شرکت اور اخیستی خو تر اوسه یې د مالي او ځاني زیانونو په اړه معلومات نشته.


سیمه ییز چارواکي وايي، هرات ولایت کې د ګازو یو شرکت اور اخیستی خو تر اوسه یې د مالي او ځاني زیانونو په اړه معلومات نشته.

د جمهور آژانس د خبر له مخې اورلګېدنه د هرات ولایت په کمرکلاغ سیمه کې د څلور ټانکرو د چاودنې له امله رامنځ ته شوې ده.

د هرات د والي سیدوحید قاتلي وايي، د اور کچه ډېره لوړه ده او دوی یې د مهارولو هڅې پیل کړې دي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې سیمې ته د اور وژنې ډله رسېدلې ده او هڅه کوي چې مهار یې کړي.

تر اوسه د اور لګېدنې لامل نه دی معلوم.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 138039

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/138039/

جمهور
  https://www.jomhornews.com