پاکستان وايي، که امریکا په بېړنه افغانستان پرېږدي نو دا کار به هغو کسانو ته موقع په لاس ورکړي، چې غواړي د سولې بهیر ته زیان ورسوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند راهد حفیظ پرون جمعه د وري ۲۰ اسلام آباد کې د خبري کنفرانس پر مهال کړې ده.
نوموړي ویلي، چې پاکستان له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د منظم او بامسولیته وتلو ملاتړ کوي او باید د بهرنیو وتل بامسوولیته وي.
زاهد ویلي، تېر کال په افغانستان کې د سولې په برخه کې ښه پرمختګونه شوي، چې دغه پرمختګونه باید وساتل شي او لا پیاوړي شي.
د هغه په وینا سملاسي او غور پرته د بهرنیو ځواکونو وتل به هغو کسانو ته موقع په لاس ورکړي، چې د سولې بهیر ته زیان رسول غواړي.
د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه د پاکستان نوی دریځ د دوی له پخواني هغه سره خورا توپیر لري او دا په داسې حال کې ده، چې د دوحې د هوکړې سره سم ټول بهرني ځواکونه باید د وران میلادي کال د مۍ تر اولې پورې له افغانستان څخه ووځي.
امریکا ویلي، چې د دوحې د هوکړې سره سم د مۍ تر اولې پورې د سرتېرو ایستل ګران کار دی خو ټینګار یې کړي، چې بهرني ځواکونه به تر ډېره په افغانستان کې پاتې نه شي.
خو طالبان وايي، که د دوحې د هوکړې سره سم ټول بهرني پوځونه د مۍ تر اولې ونه وځي، دوی به پرې له سره بریدونه پیل کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل