۰

د تادین خان پر ځای کندهار ته نوی امنیه قوماندان وټاکل شو

شنبی ۲۱ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۰۱
د کندهار د امنیه قوماندان جنرال تادین خان پر ځای ډګروال سید شریف طیب د دغه ولایت د نوي امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.
د تادین خان پر ځای کندهار ته نوی امنیه قوماندان وټاکل شو
د کندهار د امنیه قوماندان جنرال تادین خان پر ځای ډګروال سید شریف طیب د دغه ولایت د نوي امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ډګروال طیب نن شنبې د وري ۲۱ مه د کندهار یو شمېر سیاسي څېرو، لکه ګل آغا شېرزوی او خپله جنرال تادین خان له خوا په رسمي ډول معرفي شو.

تادین خان ویلي، چې ده له خپلې دندې استعفا ورکړې او پر ځای یې د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا غړیتوب ترلاسه کړی دی.

د یادونې ده، چې له دې وړاندې دوه ځلې د کندهار د امنیه قوماندان جنرال تادین خان د لرې کېدو راپورونه ورکړل شوي خو ویل کېدل چې نوموړي هر وار خپله لرې کېدنه رد کړې وه.

جنرال تادین خان وروسته له هغې د کندهار امنیه قوماندان شو، چې د ده ورور، د کندهار امنیه قوماندان او په جنوب کې یو وتلی جنرال عبدالرازق اڅکزی په یوه برید کې و وژل شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي