کابل کې د داعش یو مهم غړی نیول شوی دی

21 حمل 1400 ساعت 11:45

د ولسمشر د لومړي مرستیال مطبوعاتي دفتر وايي، ملي امنیت ځواکونو کابل کې د داعش ډلې یو مهم غړی او سرګروپ نیولی دی.


د ولسمشر د لومړي مرستیال مطبوعاتي دفتر وايي، ملي امنیت ځواکونو کابل کې د داعش ډلې یو مهم غړی او سرګروپ نیولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نیول شوی کس غلام ناصر نومېږي په الخراساني مشهور او د غلام سخي زوی دی.

د ښاغلي صالح له مطبوعاتي دفتره نن شنبې د وري ۲۱ مه خپره شوې خبرپاڼه وايي، الخراساني کابل کې په ګڼو ترهګریزه او تخریبي پېښو، انسان تښتونې، د لواطت په بد عمل او نورو جنایتونو کې لاس لري.

خبرپاڼه کې ویل شوي، الخراساني د کابل له لوېدیځ څخه یو ۱۴ کلن ځوان تاله برفک ته تر تښتولو وروسته لومړی سخت شکنجه کړی، وروسته یې لواطت ورسره کړی او بیا یې وژلی و.

خبرپاڼه وایي، الخراساني تر دغه کړنو وروسته د څه وخت لپاره ځان پټ کړی و، خو باالاخره ملي امنیت ځواکونو د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند سیمه کې ونیوه.

جمهورخبري آژانس:کابل


 


د مطلب کود: 138054

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/138054/

جمهور
  https://www.jomhornews.com