۰

ولسمشر غني او عبدالله له خلیلزاد سره سره لیدلي دي

شنبی ۲۱ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۳۲
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي دي.
ولسمشر غني او عبدالله له خلیلزاد سره سره لیدلي دي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد نن شنبې د وري ۲۱ مه سهار مهال کابل ته راورسېده، چې ولسمشر په ارګ او عبدالله د سولې عالي شورا کې ورسره لیدلي دی.

ارګ او سپېدار په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي، خو وايي، ښاغلي غني او عبدالله له خلیلزاد سره د سولې پروسې او د ترکیې ناستې لپاره په چمتوالي خبرې اترې کړې دي.

تر اوسه معلومه نه ده، چې د افغان سولې په اړه د ترکیې ناسته به کله تر سره شي خو وړاندې ځینې راپورنو کې ویل شوي و، چې دغه ناسته به د روانې میلادي اپرېل په ۱۶ مه د ترکیې په استانبول ښار کې تر سره شي.

افغان حکومت وايي، دوی دغه ناستې ته پر چمتوالي بوخت دی او د سولې عالي شورا هم وايي، دوی له سیاسیون او احزابو بېلا بېلې طرحې راغونډې کړې او کار پرې کوي تر څو یوه طرحه ترې جوړه کړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د سولې یوه نوې طرحه وړاندې کړې، چې په کې اروبند، تر وخت وړاندې ټاکنې، د سولې حکومت او لویه جرګه یې مهم ټکي دي.

ولسمشر د دغه طرحې د تشریحې پر مهال پر افغان سیاسیونو، ګوندونو، جهادي مشرانو، مخورو او نورو بنسټونو غږ وکړ، چې د ترکیې د ناستې لپاره پوره چمتوالی ونیسي او په یوه طرحه او نظر سره په دغه ناسته کې ګډون وکړي.

ښاغلي غني د ترکیې ناسته د افغانستان لپاره خورا مهمه وبلله او ویلي یې و دا په اصل کې له نړۍ، سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان یوه نوې موافقه ده.

افغان ولسمشر زیاته کړې وه، چې هېواد کې د ملګرو ملتونو پر ضمانت د تل پاتې سولې لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتوی دی او ان کولی شي د خپل واک موده رالنډه او تر وخت وړاندې ټاکنې وکړي.

خو خبرداری یې ورکړ، چې هېڅ ډول فشار ته به تسلیم نه شي او له ټاکنو پرته به په زور خپل ځای بل چا ته ورنه کړي.

هغه دا هم و ویل، چې هېڅ ډول بهرنۍ تپل شوې طرحه افغانستان ته سوله نه شي راوستی او نه به هم دی او مرستیالان یې پر هغه سند لاسلیک وکړي، چې د افغانستان خپلواکۍ ته به کې خطر وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي