د یو کیلي موټرو پر ګرځېدو بندیز ولګول شو

22 حمل 1400 ساعت 8:53

د افغانستان د ملي امنیت شورا په ټول هېواد کې د یو کیلي موټرو په ګرځېدو بندیز ولګاوه خو وایي، د اسنادو په ورکړه کې به اسانتیاوې رامنځ ته کړي.


د افغانستان د ملي امنیت شورا په ټول هېواد کې د یو کیلي موټرو په ګرځېدو بندیز ولګاوه خو وایي، د اسنادو په ورکړه کې به اسانتیاوې رامنځ ته کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پرېکړه پرون شنبې د وري ۲۱ مه د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب په مشرۍ د لوړپوړو امنیتي چارواکو په غونډه کې شوې ده.

د ملي امنیت شورا مطبوعاتي دفتر وايي، غوندې ته د مالیې وزارت سرپرست سرپرست خالد پاینده هم بلل شوی و او پرېکړه وشوه، چې له روانې وري میاشتې وروسته د یو کیلي موټرو ګرځول بند دي.

دغه راز د ملي امنیت شورا ویلي، له دې وروسته په هېواد کې د یو کلي موټء د هر ډول واردات هم په کلکه څارل کېږي خو زیاتوي، چې د قانوني استادو د ورکړې په برخه کې به اسانتیاوې رامنځ ته شي.

د یادونېد ه، چې د ماليې وزارت له لوري د وضع شوي طرزالعمل له مخې به د وري د مياشتې تر تېرېدو وروسته د دغو موټرو ګرځول قانوني اجازه و نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 138075

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/138075/

جمهور
  https://www.jomhornews.com