د مشرانو جرګې د منشي په موټر وسله وال برید شوی

22 حمل 1400 ساعت 9:16

پولیس تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د مشرانو جرګې د منشي په په یوه موټر وسله وال برید شوی موټر چلوونکی یې وژل شوی او یو ساتونکی یې ټپي شوی دی.


پولیس تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د مشرانو جرګې د منشي په په یوه موټر وسله وال برید شوی موټر چلوونکی یې وژل شوی او یو ساتونکی یې ټپي شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه پرون شنبې د وري ۲۱ مه ماښام مهال د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د قلعه کشاف په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وايي، وسله والو کسانو په یاده سیمه کې د مشرانو جرګې د منشي په رنجر موټر برید کړی، چې له امله یې موټر چلوونکی وژل شوی او یو ساتونکی ټپي شوی دی.

دی زیاتوي، چې له دې وروسته پولیس له وسله والو سره په نښته کېوتي، چې په کې یو بریدګر وژل شوی او بل ټپي شوی دی.

د فرامرز په وینا په دغه نښته کې دوه پولیس هم ټپیان شوي دي.

نوموړي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو د مشرانو جرګې منشي د مارشال عبدالرشید دوستم لور راحله دوستم ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 138080

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/138080/

جمهور
  https://www.jomhornews.com