۰

فوزیه کوفي: که امریکايي ځواکونه ووځي، سوله به نه وي

یکشنبه ۲۲ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۴۲
د سولې لپاره د افغان دولت د مرکچي پلاوې غړې فوزیه کوفي وايي، که امریکايي ځواکونه په بېړه افغانستان پرېږدي پایله به یې سوله نه وي.
فوزیه کوفي: که امریکايي ځواکونه ووځي، سوله به نه وي
د سولې لپاره د افغان دولت د مرکچي پلاوې غړې فوزیه کوفي وايي، که امریکايي ځواکونه په بېړه افغانستان پرېږدي پایله به یې سوله نه وي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن کوفي له سي ان ان سره په خبرو کې د افغانستان پر روان وضعیت او راتلونکې ژوره اندېښنه ښودلې.

نوموړي ټینګار کړي، که امریکايي ځواکونه په اوسني وضعیت کې په بېړه له افغانستان څخه ووځي نو پایله به یې سوله نه وي.

مېرمن کوفي ویلي په دې صورت کې به یوه بله جګړه پیل شي او ټولې تېرې لاس ته راوڼې به له منځه یوسي.

د افغان پلاوي دغه غړې د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب په اړه هم اندېښنه ښودلې ده.

کوفي زیاته کړې نړیواله ټولنه باید د افغان سولې او روان وضعیت په اړه هر ګام په پوره دقت پورته کړي او دغه هېواد دې بېرته د جګړو په ډګر نه بدلوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي