۰

پروان: د دوه کورنیو تر منځ جګړه کې ۹ تنو ته مرګ ژوبله وښتې

یکشنبه ۲۲ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۱۳
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې پروان ولایت کې د ښوونځي د دوه زده کوونکو د کورنیو تر منځ جګړه کې ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پروان: د دوه کورنیو تر منځ جګړه کې ۹ تنو ته مرګ ژوبله وښتې
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې پروان ولایت کې د ښوونځي د دوه زده کوونکو د کورنیو تر منځ جګړه کې ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون شنبې د وري ۲۱ مه د پروان ولایت د شینوارو ولسوالۍ د ښار د اشتر په سیمه کې رامنځ ته شوې.

د شینوارو ولسوالۍ ولسوال محمد اکوګل محمدي وايي، د ښوونځي د دوه زړه کوونکو تر منځ لومړی لفظي شخره شوې او وروسته دغه شخره د دواړو د کورنیو تر منځ په وسله واله نښته اوښتې.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه نښته کې له دواړو لورو دوه تنه وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

ولسوال وايي، د دغه کورنیو تر منځ پخوا هم دښمني وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي