۰
ولسمشرغني:

طالبان پر سوله سربېره باید یو ملي تړون هم له ولس سره وکړي

یکشنبه ۲۲ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۴۲
افغان ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا د افغان سولې لپاره د ترکیې ناسته تاریخي فرصت وباله او پر طالبانو یې غږ وکړ، چې د سولې تر څنګ له افغان ولس سره یو ملي تړون هم وکړي.
طالبان پر سوله سربېره باید یو ملي تړون هم له ولس سره وکړي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا د افغان سولې لپاره د ترکیې ناسته تاریخي فرصت وباله او پر طالبانو یې غږ وکړ، چې د سولې تر څنګ له افغان ولس سره یو ملي تړون هم وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني نن یکشنبې د وري ۲۱ مه کوهدامن کې د جهوریت په ملاتړ لویې ولسي غونډې ته په ویډیويي پیغام کې و ویل، چې له جګړې وه یوې عادلانه او تل پاتې سولې او ثبات ته د دولت طرحه ډېره واضح او له ولس سره شریکه شوې ده.

نوموړي ټینګار وکړ، چې افغان دولت او ولس د تپل شوې سولې لپاره بهرنۍ طرحې نه مني او خپله دا وړتیا لري، چې په هېواد کې د تل پاتې، باثباته او عالانه سولې لپاره پر ارزښتونو او اصولو ولاړې طرحې وړاندې کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې له جګړې وسلې ته د اوښتو پړاونه باید ټول مشروعیت ولري او دا د دولت په طرحه کې ښه ترا واضح شوي، چې د مشروعیت سرچینه د افغانستان اساسي قانون دی.

ښاغلي غني زیاته کړه، چې د سولې لپاره ورخطايي نه ده پکار، بلکې په تدبیر سره د اساسي قانون تر تعدیل پورې د مشروعیت منبع چې اساسي قانون دی باید واضح وي، ځکه که مشروعیت واضح نه وي، خطر ډېرېږي او بیا یې قرباني ولس ورکوي.

ولسمشر و ویل، چې حکومت او ولس د نظام انقطاع نه مني او د اساسي قانون پر بنسټ د مشروعیت محک ټاکنې دي او د واک لېږد باید پر همدې اساس وشي.

افغان ولسمشر یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د ولس له ارادې او ټاکنو پرته به واک خپل ځای ناستې ته پرېنږدي او په خپل ټول توان به د هغه پرېکړو مخه ونیسي، چې د ولس په کې زیان وي.

نوموړي زیاته کړه، چې د جمهوریت په طرحه کې د سولې سیاسي موافقه، اوربند، د سولې حکومت، بیا ټاکنې او انتخابي حکومت لپاره واضح اصول او کړنلارې دي.

ده یو ځل بیا هغه تورنه او اوازې په کلکه رد کړې، چې ګڼې ولسمشر او مرستیالان یې غواړي د خپل واک موده پوري کړي بلکې زیاته یې کړه، چې دی او مرسیتالان یې په هېواد کې تل پاتې او عادلانه سولې لپاره چمتو دي، چې د خپل واک موده رالنډه او ژر تر ژره ټاکنې وکړي.

ښاغلي غني و ویل« د عادلانه او تل پاتې سولې لپاره چمتو یم چې د واک موده مې رالنډه کړم ژمنه کوم چې زه او مرستیالان به مې په ټاکنو کې نه و ولاړ.»

د ښاغلي غني د پیغام بل مهم ټکی دا و، چې ۴۲ کلنو جګړو د افغانستان د خلکو تر منځ تفرقه رامنځ ته کړې او د دغه تفرقې د له منځه وړلو لپاره د سولې د سیاسي موافقې سربېره یوه ملي تړون ته هم اړتیا ده.

ولسمشر طالبانو غږ وکړ، چې په لویه جرګه کې ګډون وکړي، خپل دردونه د ولس سره شریک کړي او ژمنه وکړي، چې بیا به هېڅ وخت تورې او ټوپک ته لاس نه کوي، بلکې د جرګو مرکو له لارې به خپلې ستونزې حلوو.

هغه و ویل«د سولې له سیاسي موافقې وروسته له ټاکنو وړاندې یا وروسته اړتیا دهداسې  یوه ملي میثاق ته ورسېږو، چې دا اصول او ارزښتونه په کې وي، چې نور جګړه د حل لار نه ده، یو د بل منل باید وي، او ژمنه مو دا وي، چې څه ډول یو بل ته لاس ورکړو، چې وطن د آباد او پرمختګ پر لور بوځو او د سیالانو سیال یې کړو.»

ښاغلي غني ټینګار وکړ، چې دولت د ولس د ارادې ممثل دی او په ټول توان هڅه کوي او غواړي، چې د سولې پروسه یوې داسې مثبتې پایلې ته ورسېږي، چې ټول اسلامي او ملي ارزښتونه په کې خوندي وي او د اساسي قانون پر بنسټ یو آزاد، خپلواک، له سیمې سره نښلول شوی او بې پرې افغانستان ولرو.

ولسمشر غني د خپلو خبرو په پای کې د ولس څخه وغوښتل، چې یو شمېر سیاسیونو ته دا واضح پیغام ورکړي، چې د نظام انقطاع او د پردیو له خوا تپل شوې سوله ورته د منلو نه ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي