د سولې د طرحې مسوده بشپړه او نهايي شوه

23 حمل 1400 ساعت 8:36

د افغانستان د ملي روغې جوړې عالی شورا وايي، د ترکیې ناستې ته د جمهوریت له لوري د سولې طرحې مسوده بشپړه شوې ده.


د افغانستان د ملي روغې جوړې عالی شورا وايي، د ترکیې ناستې ته د جمهوریت له لوري د سولې طرحې مسوده بشپړه شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه شورا له څو ورځو راهیسې د طرحو په توحید او برابرولو کار کولو، چې پرون یکشنبې د وري ۲۲ مه یې کار پای ته ورساوه.

د یادې شورا ویاند فریدون خوځون په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې چې د طرحو د توحید او برابرولو کمېټې نن یاده طرحه وروستۍ او د یادې شورا مشرتابه ته یې وسپارله.

نوموړي زیاته کړې چې د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د یادې طرحې له بشپړېدو خوښي ښودلې او هرکلی یې کړی دی.

که څه هم د ترکیې د ناستې کره نېټه تر اوسه نه ده معلومه، خو پرون د ولسمشر لومړي مرسیتال امرالله صالح کوهدامن کې یوه لویه ولسي غونډه کې چې د جمهوریت پر ملاتړ جوړه شوې وه، و ویل، چې ممکن روانه اوونۍ استانبول کې د افغان سولې په تړاو غونډه وشي.

نوموړي دا هم و ویل معلومه نه ده، چې دا خبرې به یوه ورځ دوام وکړي، که لس او یا هم زیاتې خو ټينګار یې وکړ، چې د غوندې مهم ټکي به اوربند، د ارزښتونو ساتل او د حکومت جوړښت وي.

امرالله صالح زیاته کړه، چې امریکايي لورې د یادې ناستې اجنډا وړمه ورځ له افغان حکومت سره شریکه کړې او په اړه یې بحثونه ورسره شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 138104

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/138104/

جمهور
  https://www.jomhornews.com