۰

خلیلزاد کابل کې د پاکستان له سفیر سره پر افغان سوله خبرې کړې

دوشنبه ۲۳ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۵۳
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل کې د پاکستان له سفیر منصور احمد خان سره لیدلي دي.
خلیلزاد کابل کې د پاکستان له سفیر سره پر افغان سوله خبرې کړې
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل کې د پاکستان له سفیر منصور احمد خان سره لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د خلیلزاد او خان لیدنه پرون یکشنبې د وري ۲۲ مه شوې او دواړو پر افغان سوله خبرې کړې دي.

د پاکستان سفیر په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي خلیلزاد ته یې ډاډ ورکړي، چې هېواد یې د افغانستان د سولې پروسې بشپړ ملاتړ کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې له خلیلزاد سره یې د ترکیې د غونډې په ګډون په افغانستان کې د سولې د پرمختګونو پر لارو چارو خبرې کړې دي.

دا لیدنه پر داسې مهال تر سره کېږي، چې ښايي روانه اونۍ د ترکیې استانبول کې د افغان سولې په تړاو برخلیک ټاکوونکې غونډه وشي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا وايي، دوی دغه غونډې ته خپله طرحه بشپړه او نهايي کړې ده، خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم ویلي ښایي غونډه روانه اوونۍ وشي، خو په وینا یې مهم ټکي به په کې اوربند، د ارزښتونو ساتل او د حکومت جوړښت وي.

د هغه په وینا که طالب ځان د ټولنې جز وګڼلو خو خبرې مخکې تلای شي او که یې بیا هم ټینګار پر کل و نو د سولې خبرې به یو قدم مخکې لاړې نه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي