۰

اتمر له خلیلزاد سره د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي

دوشنبه ۲۳ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۴۱
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي دی.
اتمر له خلیلزاد سره د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي اتمر او خلیلزاد لیدنه پرون یکشنبې د وري ۲۲ مه شوې او دواړو لورو د افغان سولې او د سولې په تړاو د ترکیې پر ناسته خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ښاغلي اتمر او خلیلزاد د ترکیې ناسته کې د مذاکراتو د ګډون کوونکو پر ترکیب، د کار پر کړنلارې او د دغه غوندې لپاره د جمهوریت د سولې پر طرحه بحث کړی دی.

سرچینه وایي، په لیدنه کې د سولې په تړاو د ملي اجماع پر پراخېدا او پیاوړتیا هم خبرې کړې او د سولې پروسې په بریالیتوب کې یې د نړۍ او سیمې د هېوادونو رول حیاتي بللی دی.

ښاغلي اتمر ویلي، افغانستان کې د سولې په تړاو د آسیا زړه کنفرانس کې د اوربند، د ټول شموله سیاسي توافق، د لاس ته راوړڼو او نظام پر ساتنې او د ترهګرو او ترهګرۍ د مخنیوي په موخه کم سارې نړیواله او سیمه ییزه اجماع رامنځ ته شوې باید لا پیاوړې او د سولې پروسې د بریالیتوب لپاره ترې کار واخستل شي.

دواړو لورو د سولې پروسه کې د نړیوالې او سیمه ییزې اجماع پر اهمیت ټینګار کړی تمه یې ښودلې، چې د ترکیې په ناسته کې پر اساسي اصولو پر سیاسي حل او اوربند توافق وشي.

تر اوسه معلومه نه ده، چې د افغان سولې لپاره د ترکیې ناسته به کله پیل شي خو د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پرون په کوهدامن کې د یوې لویې غونډې پر مهال و ویل، چې ممکن دغه غونده روانه اوونۍ وشي.

ځینې سرچینې وايي، ممکن دا غونډه د روانې اپرېل میاشتې په ۲۷ مه د ترکیې استانبول ښار کې وشي، چې لس ورځې به دوام ولري.
خو افغان حکومت او طالبانو تر اوسه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې د ترکیې د ناستې لپاره د ملي روغې جوړې عالي شورا هم د طرحو په توحید له څو ورځو راهیسې کار کولو چې د شورا د ویاند په وینا یوه طرحه پرون بشپړه او د یادې شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله ته سپارل شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي